اسلام آباد 19مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ??روفيسر احسن اقبال وئېلي دي جديد ټېكنالوجۍ او څلورم صنعتي انقلاب افرادي قوت لپاره نوې چ??لن?? پیدا كړے ٬په جديد ټېكنالوجۍ كښې تربيه او پېشه وره مهارت ترلاسه كولو سره د سباؤن چ??لن??ونو مقابله كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د بشري وسائلو ټاسك فورس او سكلز ډوېلپمنټ وړومبنۍ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د تعليم وزارت٬د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت او نورو سټيك هولډرز استازو ګډون وكړو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ??وئيل د بشري وسائلو پرمختګ سره زمونږ سباؤن تړلے دے٬ جديد ټېكنالوجي او څلورم صنعتي انقلاب د افرادي قوت لپاره نوې چ??لن??ونه راپېدا كړي۔ده ووئيل پرمختللو هېوادونو كښې د افرادي قوت غوښتنو موقعو څخه ګټه پ??رته كول دي۔ده هدايت وكړو چې د پاكستان ځوانانو آبادۍ استعداد او صلاحيت نه ګټه پ??رته كولو لپاره دې روډ ميپ جوړ كړے شي۔وفاقي وزير ??وئيل د ټاسك فورس ذيلي كمېټۍ دې جوړ كړی شي كومې چې بشري وسائل د جديدو تقاضو له مخې كارولو لپاره حتمي سفارشات مرتب كړي۔ده ووئيل د افرادي قوت استعداد او معيار زياتولو لپاره دې صوبه خپل كردار ادا كړي٬د ځوانانو سكلز د نړيوالو ماركيټونو تقاضو څخه برابرولو لپاره دې كوټ??ې تګ لاره جوړه كړې شي