اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ نمائنده او د پاکستان علماﺀ کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي ?? پاکستان دښمنه قواؤ هدف ?? پاكستاني پوځ او قام اتحاد دے، زلمے خليل زاد په پاکستان كښې عدم استحكام او ?? پاك پوځ او قام ترمېنځه بېلتون پېدا كولو په سازشونو كښې مصروف دے ٬ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل زلمے خليل زاد ھغه كس دے چا چې خپل قام او هېواد افغانستان سره غداري كړې٬ هغه د خپل قلم د لارې كله هم په افغانستان د كېدونكو ظلمونو په ضد غږ نه دې پورته كړے٬ ھغه كله هم د بشري حقونو يا د امن په هڅو كوٶنكو كښې شامل شوے نه ٶ او تل ئې داسې اقدامات له هڅې كړې چې ورسره كركه خپرېږي او مسلمانانو ته زيان رسي۔ ده ووئيل نن چې زلمے خليل زاد ?? پاکستان او ?? پاك پوځ قيادت په خاص توګه د سرلښكر جنرال سيد حافظ عاصم منير په ضد كومې هڅې كوي د ھغې نه اندازه لګي چې ?? پاكستان او اسلام دښمنه قوتونه ?? پاكستان پوځ او امن او استحكام په ضد څومره ناوړه چمتو دي٬ د دغې مقابله كول او دا سازشونه ناكامه كول د هر پاكستاني ذمه واري ده۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل ?? پاكستان قام پخپل سرلښكر جنرل حافظ سيد عاصم منير او په پوځي قيادت وياړ لري او د مئي په 9مه نيټه چې څنګه پوځ د سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د صبر او تحمل څرګندونه كړې ٬ په دې دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي