كراچۍ 26 مئي (اے پي پي) وزیر??عظ?? محمد شهباز شریف وئيلي دي چې سیاسی استحكام نه غير د هېواد پرمختګ او معاشي استحكام ممكن نه دې، د زړه څخه هڅي كوو چې آئی اېم اېف پروګرام ترلاسه شي،هېواد كښې د ګرانۍ او معاشی صو??تحال په اړه مسئلو څخه خبر يو،كله چې مونږ حكومت سنبھال كړو نو هغه وخت هم ګراني ښه زياته وه۔ د جمعي په ورځ كراچۍ كښې صنعتكارو او كاروباری شخصیاتو ته وينا كښې وزیر??عظ?? ووئيل سرمایه كار په اصل كښې په نړۍ كښې د پاكستان سفیران دي كوم چې په پاكستان روزګار، پیداوار او برآمدات كښې خپله سرمايه كاري كوي، د پاكستان لپاره صنعتكارو او كاروباری شخصیات لوئ خدمات لري كوم چې مونږ ستائيو۔ وزیر??عظ?? ووئيل كله چې مونږ اقتدار سنبھال كړو نو هغه وخت هم ګراني وه۔ ده ووئيل آئی اېم اېف سره تير حكومت چې ك??م لوظونه كړې ؤ هغه ئې مات كړې ؤ دغسې تير كال د تاريخ موسمیاتی بدلون په وجه بدترین سیلاب راغلې ك??م چې لويه تباهی يۍ خپره كړې،د هغه ځپليو په بحالۍ په اربونو روپۍ خرڅ شوې، وفاق سل اربه روپۍ برخه شامله كړې ، صو??ائی حكومتونو هم خپله برخه شامله كړې،د دې په معیشت لوئ خراب اثرات پريوتي، وفاقی او صو??ائی حكومتونو د ځپليو بحالۍ لپاره كوم كمې نه دې كړې،په نړيواله كچه د تیلو بيعه زياته شوې د دې له امله ګراني راغلې ، پاكستان د تاریخ تر ټولو لوئ امپورټ بل د تير كال ؤ۔وزیر??عظ?? ووئيل د كوویډ په مهال ایل این جی بيعي كمي شوې وې خو هغه وخت لوظنامه نه وه شوي،د هغي لوئ زيان شوي ، 3 ډالره څخه بيعه 30 ډالره ته رسيدلې۔ وزیر??عظ?? ووئيل د آئی اېم اېف د اړخه پروګرام لپاره سخت شرطونه اېښودلې شوي او د هېواد په ګټه هغه مونږ منلي، د پاكستان ملګري هېوادونه نن هم د پاكستان پرمختګ لپاره ښه جذبات لري،هغوي غيرمشروط مرسته كړې، چین خپلي قرضے مؤخر كړي ، كمرشل قرضي هم د چین بینكونو مؤخر كړې دي،د زړه څخه هڅي كوو چې د آئی اېم اېف سره پروګرام بشپړ كړې شي۔ وزیر??عظ?? ووئيل 1950ء 1960ء او 1970ء لسيزو كښې كاروباری طبقي د پاكستان لپاره ډير څه كړي دغسې د برآمدات په ځائې لینډ ډویلپمنټ او ګڼ منزله ودانو په جوړولو وسائل لګولې شوي۔ ده ووئيل مونږ صلاحيت لرونكې قام لرو او د پاكستان خوب ليدونكو دا خو?? ؤ ??ې پاكستان اسلامی نړۍ كښې ښكاره مقام ترلاسه كړي او په دې شك نشته چې پاكستان دا صلاحیت لري، په يو كال كښې چې ك??م ذهنیت جوړ شوې ، په 9 مئی هغه ذهنیت هغه څه كړي د كوم چې دښمن هم سوچ نه شي كولې،تير وخت كښې د دا ډول پېښو مثال نه ترلاسه كيږي ، د پولو محافظو سره دا ډول وحشیانه عمل او ترهه ګري چري نه وه شوې ، 65ء كښې هند هم داسې نه دي كړې،د هندي ټينكونو په وړاندې سملاستلو سره د هېواد د سلامتيا جنګ كونكو یادګارونو بے حرمتی شوې۔ده ووئيل د سیاسی استحكام نه غير د هېواد پرمختګ او معاشی استحكام ممكن نه دې۔ وزیر??عظ?? ووئيل په اقتصادی توګه لوئ چیلنجونه لرو،د ګرانۍ علم لرو،مونږ له كه د هېواد حالت بدلول وي نو وړاندې به خپل حالت بدلول وي، اقتدار ځكه لوے څښتن وركوي چې د نورو حالت بدل كړې شو۔ وزیر??عظ?? ووئيل مونږ له به لكه د تير وخت بيا خپل مقام جوړول وي