اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیكر راجه پرویز اشرف او ډپټی سپیكر زاهد اكرم درانی د یوم تكبیر په موقع ټول قام له م??اركي وركولو سره وئيلي د 28 مئي ورځ به د هېواد په تاریخ كښې ??ه ښه الفاظو ليكلے شي۔د اتوار په ورځ جوهری چاؤنو سالګري په موقع په خپل خصوصی پیغام كښې راجه پرویز اشرف ووئيل یوم تكبیر د پ??كستان په تاریخ كښې د يوي مهمي كاميابۍ حیثیت لري، په 28 مئي پاكستان د يو اتومي قوت په توګه رامخې ته شوې ، ټول قام په سیاسی قیادت، وسله والو ځواكونو او خپل اتومي سائنسمدا??و وياړ لري۔سپیكر ووئيل نن ورځ د پ??كستان د تاریخ یادګار ورځ ده،په 28 مئي د پ??واني وزیر اعظم شهید ذوالفقار علی بھټو د عزم تكمیل شوې ،پخواني وزیراعظم میاں محمد نواز شریف پاكستان اتومي طاقت جوړولو له د شهید ذوالفقار علی بھټو عزم ترسره كړې، نن ورځ شهید ذوالفقار علی بھټو، میاں محمد نواز، اتومي سائنسمدارو او وسله والو ځواكونو ته د پيرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده۔د قامي اسمبلۍ ډپټی سپیكر زاهد اكرم درانی په خپل پیغام كښې ??ئيلي چې نن ورځ مونږ ته د 28 مئي 1998 عظیم الشان ورځ یاد تازه كوي په كومه ورځ چې پاكستان د هند د اتومي چاؤدنو ځواب كښې ??ه 28 مئي 1998 پنځه اتومي چاؤني كړي، 28 مئي پاكستان ته اسلامی هېوادونو وړومبي اتومي طاقت جوړيدلو اعزاز ترلاسه دې، زاهد اكرم درانی ووئيل پاكستان د لوے څښتن يو عظیم نعمت دې او د هېواد تعمیر او پرمختګ كښې ??ولو له كردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔