اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د معاشي چېلنجونو باوجود د بې وځله ا?? مينځنۍ درجې طبقې لپاره په بجټ كښې د خاص اقدامات او د زيات رېليف وركولو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي چې په سرې سبسډي نيغ په نيغه تر كروندګرو رسولو لپاره دې جامع پلان تيار كړی شي٬ حكومت به د مستحق كروندكرو ??يوب ويلز په لمر توان منتقل كولو كښې مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو ??ه ورځ د بې وځله ا?? مينځنۍ طبقې لپاره په بجټ كښې د رېليف په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف٬اسحاق ډار٬ د وزيراعظم صلاحكار احمد چيمه خان٬ وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك٬ خاص مرستيال محمد جهانزېب خان او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو او د تخفيف غربت وفاقي وزيرې شازيه مري٬ خاص مرستيال شيزه فاطمه او قيصر شېخ نه علاوه د جديد فارمنګ ماهر احمد عمير او د آئي ټي څانګې څخه آصف پير د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم سپارښتنه كړې چې په سرې سبسډي نيغ په نيغه تر كروندګرو رسولو لپاره يو جامع پلان جوړولو سره وړاندې كړې شي٬ د پېټروليم مصنوعات په بيعه كښې د كمي اثرات تر عام كسانو ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت به د مستحق كروندګرو ??يوب ويلز په لمر توان منتقل كولو كښې مرسته كوي٬ د ټيوب ويلز سلورآئيزېشن څخه د ايندهن درآمدۍ بل كم شي او د كروندګرو ??ي ايكړ پیداواري لګښت به كم شي۔ ده ووئيل چې حكومت په نړيوالۍ منډۍ كښې د بيعو ټېټېدو سره د پیټړوليم مصنوعات په بيعو كښې سمدستي كمې كړې۔ ده سپارښتنه كړې چې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام دائره كار زياتولو سره مستحق خلقو شموليت باوري كړی شي٬ كوم هم مستحق كنډه د بينظير انكم سپپورټ پروګرام ډېټا څخه بهر پاتې نه شي۔ ده ووئيل چې مستحق زده كونكو ته د وظائف د لارې اعلٰی تعليم او پیش?? وارانه هنر وركړی شي٬ حكومت د دې مقصد لپاره پاكستان ايجوكېشن انډومنټ فنډ جوړول باوري كوي٬ مونږ به د تل غوندې د هېواد ځوانانو ته تعليم٬ هنر٬ ليپ ټاپس او د روزګار موقعې وركوو٬ حكومت به ځوانانو ته د نړيوال معيار عصري تقاضو له مخې هنر وركوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم يوته لون پروګرام دائره كار زياتولو سره ځوانانو ته به په آسان شرائط قرض څخه په كاروبار كښې آسانۍ وركوي۔ ځوانانو ته د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې آسانۍ وركولو سره د هېواد آئي ټي برآمدات زياتېدې شي٬ ځوانانو ته به فري لانسنګ او پیش?? وارانه تربيه وركولو سره خپل روزګار كښې آسانۍ وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د تېر حكومت د څلورو ??لونو تور دور كښې په ځوانانو كښې كركه او د اړي ګړي جذبات وركړی شي٬ مونږ د خپل ځوان كول صلاحيتونه په ښه ډول كارولو سره به د هېواد او قام پرم??تګ باوري كوو۔ ده ووئيل چې كوچنې كاروبار او په كوچنۍ كچه د صنعت پرم??تګ لپاره به ټولې آسانۍ وركړې شي۔