اسلام آباد۔3جولائی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره پاكستان كښې د چينائي س??ارت ناظم الامور پینګ چنکسو ??ه فنانس ډويژن كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان او چين ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو بشپړه خبرې وشوې۔ په دې موقعه د خزانې وزير ناظم الامور د آئی اېم اېف په 9 مه جائزه شوي ??ېش??فت څخه خبر كړو۔ پاكستان د اسټاف لېول لوظنامې ته كاميابۍ سره رسېدلې۔ ده ووئيل حكومت د معيشت مستحكم كولو له په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ ده پاكستان لپاره د چين ملاتړ وستائلو او په خاص توګه يۍ د تېرو څو مياشتو په مهال پاكستان سره په مرسته كولو د چينائي مالياتي ادارو مننه هم وكړه۔ ناظم الامور پینګ چنکسو د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا ژورې اړيكې په ډاګه كړې۔ ده د سختو مع??شي حالاتو باوجود په هېواد كښې مع??شي استحكام راوستلو له د پاكستاني حكومت د هڅو ستائنه وكړه۔ ده د خزانې وزير ته باور وركړو چې چينائي حكومت به د پاكستان مرسته روانه ساتي۔ د خزانې وزير د پاكستان په مرسته كولو د چينائي مشرته مننه وكړه