اسلام آباد24 اګست (اے پی پی)د توان لنډ مهاله وفاقي وزير محمد علي وئېلي دي چې د توان په طلب كښې د اضافې له امله د تاپي ګاز پائپ لائن په څير پروژې د اهميت وړ دي٬ دا پروژه به د پ??كستان د توان ضرورت ترسره كولو٬ په منطقه كښې تړون او اقتصادي پرمختګ لپاره مرستياله ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركمانستان سفير عطا جان مولا موف سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ سفير وزير ته د نوؤ ذمه وارو په سنبهالولو مباركي وركړه۔ په ملاقات كښې د تاپي ګاز پائپ لائن په پروژه د كار په تندولو موافقت وشو۔ د توان وزير د پ??كستان معيشت لپاره د ګاز په اهميت زور راوړولو سره ووئيل په هېواد كښې د توان زيات شوي طلب ترسره كولو له داسې پروژو ته اړتيا ده۔ ده د تاپي پروژې په اړه د پ??كستان د عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل په تركمانستان -افغانستان- پاكستان (ټي اے پي) برېښنا من??وب?? كار ??ندولو لپاره به د وركنګ ګروپ غونډې كولې شي۔د توان لنډ مهاله وزير ووئيل چې تركمانستان او پاكستان دواړه يو بل ست??اتيجيكي همكار ګڼي٬تاپي پروژه به نه يوازې د هېواد په تندۍ سره د توان زيات شوي طلب ترسه كولو كښې مرسته وكړي بلكې سيمه ايز تړون ا?? دې سره پېوست اقتصادي پرمختګ لپاره به په زړه پورې موقعې هم رامخې ته كږي۔