اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) د اسلام آباد، کوئټه او ګوادر په خبريالانو مشتمل 11 كسيزه ميډيا پلاوي د چين دوره بشپړ كولو سره د اتوار په ورځ اسلام آباد ته ??وا?? شو۔ د اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) چائنه ډېسک انچارج ډاكټر فرقان راؤ په مشرۍ كښې پلاوي د چين د اقتصادي پرمختګ او بشپړ كلتور جاج اخستو سره سره د چين د عظيم دېوال او محل په شمول د يو شمېر مهمو او تاريخي ځايونو دوره هم وكړه۔ پلاوي د چين مرستياله خارجه وزير نونګ ??ونګ ??ره ملاقات وكړو چا چې په ملاقات كښې غړي د چين او پاكستان دوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيكو په اړه خبر كړل۔ د پاکستان اېمبېسی بیجنګ ??ورې په مهال پلاوي ته په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكو او د سي پېك د فرېم ورك ??وا??ې وضعې په اړه بريفنګ وركړو۔ پلاوي د چائنا اکنامک نېټ ( سی سی اېن) دوره هم وكړه كوم چې په چين كښې تر ټولو لويے او بشپړ اقتصادی معلوماتی پورټل دے۔ پلاوي په تند رفتاره ټرېن كښې د شان ډونګ ??وبې ساحلی ښار چنګ ډاؤ سفر هم وكړو او دغلته يۍ د کنډاؤ ګوکسن ګروپ، شنګھائی کوآپریشن آرګنائزیشن ډیموسټرېشن زون او هائیر انډسټریل پارک دورہ وكړه۔ په کوئټه كښې مېشته خبريال ظفر بلوچ ددې دورې په اړه په خپله تبصره كښې ووئيل دا د زده كړې اعتبار سره يوه ډېره ښه دوره پاتې شوه ځكه چې دا مو ډېر د نزدې نه وليدل چې چين څنګه د نړۍ دويم لويے معيشت جوړ شو۔ ده ووئيل د چنګ ډاؤ بندرګاہ دورې ډېر متاثر كړم چرته چې ما د جهاز د كوزولو عمل وليدو كوم چې په 20 ساعته كښې بشپړ كېږي۔ ظفر بلوچ ووئيل پاكستان سرمايه كارو لپاره د چين اوپن ماركيټ مېكنز?? څخه زده كړه كولې شي او د روزګار موقعې باوري كولې شي۔ په كوئټه كښې مېشته خبريال اکبر نوتزئی ووئيل پاكستان د نورو څيزونو نه علاوه د چین اقتصادی بنیادی اډانې او د ټېكنالوجۍ پرمختګ څخه ډېر څه زده كولې شي۔ ده ووئيل د چين صلاحيت لرونكو او خواري كښ قو?? څخه راته په دوره كښې د ډېر څه زده كولو موقعه ترلاسه شوه كوم چې د خلقو ژوند آسان جوړولو لپاره 24 ساعته كار كوي۔ ګوادر كښې مېشته نور محسن د چين په پرمختګ تبصره كولو سره ووئيل ما د بېلو هېوادونو دورې كړي دي خو د چين دوره تر ټولو ځانګرې وه۔ ده ووئيل زه د چينائي منتظمينو مېلمه پالنې٬ د قانون خيال ساتونكو وګړو او د لارو او سړكونو صفايۍ زيات متاثره كړم۔ ده د چين خارجه وزارت ٬ هواوے، اوریجن واټر کمپنی، او چائنا اکنامک نیټ ??یډیا سېنټر دورو ذكر هم وكړو۔ ده ووئيل چنګ ډاؤ پورټ يوه مهمه منصوبه ده كومې چې د چينائي معيشت په مستحكمولو كښې مرسته كړې ده۔ نور محسن وړاندېز وركړو چې پاكستانۍ مشرتابه دې چينائي ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړي او پاكستان دې د پرمختګ په لاره ??وا?? كړي۔ ده په پاكستان كښې د چين سفير مننه وكړه كوم چې د چين دورې ته عملي شكل وركولو كښې د لارښودنې كردار ترسره كرو۔