سرینګر۔4 نومبر (اے پی پی) د کل جماعتی حریت کنفرنس سینئر لارښود شبیر احمد شاہ ?? جموں شهيدانو ته په غوره ټكو ??ښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې په نومبر 1947 ??ښې د جموں د مسلمانانو بې درېغه عامه وژنه د جموں وكشمير د تاريخ يو دړد رسوؤنكې پېښه ده د كومې ويروونكي يادونه چې د 76 كالو اوږدې مودې تېرېدو باوجود د كشميري وګړو په ذهنونو ??ښې تازه دي۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې شبیر احمد شاہ ?? نوي ډيلي بدنام تهاړ زندان څخه خپل يو پېغام ??ښې ووئيل هندو انتها خوښو په كال نومبر 1947 ??ښې د ډوګرہ مهاراجہ هرسنګھ په مرسته په سيمه ??ښې د آبادۍ تناسب بدلولو ناوړه ارادې سره د جموں سيمې ټول مسلمه آبادي ختمه كړه۔ د عامې وژنې په مهال د لكھونو په شمېر مسلمانان شهيد كړې شول او كوم چې دغې سفاكيت څخه بچ كېدو ??ښې كامياب شول هغوي په تشكيل شوي رياست پاكستان ??ښې پناه واخسته۔ ده ووئيل د نرېندر مودی حکومت لخوا د جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختمول د جموں وكشمير مسلم اكثريت په اقليت ??ښې د بدلولو ناوړه منصوبې برخه ده۔ ده په كشمير ??ښې په روانو خونړو پېښو اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل وخت راغلې چې ??ړي واله ورورولي د قابض هندي ځواكونو لخوا د كشميري ځوانانو د عامې وژنې پېښو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو فعاله نوتس واخلي۔