اسلام آباد۔21نومبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي پاکستان تل د فلسطين مسئلې حل كولو له ?? دوه رياس??ي حل ملاتړ کړے دے٬ايوان صدر څخه د فلسطين په اړه ج????ي كړې شوي د صدر مملكت په بيان د خارجه وزارت لخوا سپيناوې شوې وو۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونده كښې د صدر مملكت د فلسطين صدر سره د ټېلېفوني تماس څخه وروستو ايوان صدر څخه د جاري شوي بيان په اړه د سناتور ميا رضا رباني د اعتراض نكتې په ځواب كښې د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني ووئيل چې ايوان صدر څخه د صدر مملكت چې كوم بيان جا??ي كړے شوے وو په هغې كښې خارجه وزارت څخه كومه رايې نه وه غوښتلې شوې۔ صدر مملكت د يو رياس??ي حل خبره په كوم تناظر كښې كړې وه د هغې مونږ ته معلوم نه دے ولې چې د پاكستان دريځ تل ?? دوه رياس??ي حل پاتے شوے دے چې بنياد يۍ د 1967 سرحد ٬ د ملګرو ملتونو قرارداد 242 او د او آئي سي قراردادونه دي۔ ده ووئيل كله چې د صدر مملكت بيان جاري شو نو مونږ هم وضاحت وكړو ا?? هغه مونږ د او آئي سي سېكرټرېټ او د ملګرو ملتونو په شمول اړوندو ادارو ته ولېږلو او دا وضاحت نه يوازې ځايي رسنيو بلكې بهرنيو رسنيو هم په ډاګه كړو۔