اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چا??و نګران وفاقي وزير انيق احمد سر?? په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم د مذهبي چا??و وزارت كښې د نهې په ورځ ملاقات كړے دے ۔دواړو لارښودو د پاك ايران اړيكو٬مذهبي كلتوري څانګو كښې د مرستې پشمول به ګڼ شمېر چا??و د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ دغسې دواړو د قرآن كريم به مختلف موضوعات پروګرامز كولو او نوے نسل قرآني علوم ته د راغب كولو په ضرورت زور راوړو۔د ملاقات په مهال د مذهبي چا??و وفاقي وزيرانيق احمد ووئېل د پاكستان ايران سره د څو لسيزو پخوانۍ كلتوري رشته لري كومه چې د لا ښه والي ضرورت لري۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مذهبي سېلګرۍ په وده هم خبرې وشوې او د كلتوري٬سېلګرۍ او مذهبي زيارات نظام لا ښه كولو او په مربوط كولو صلاح يوه شوه۔