اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د خزانې لنډمهاله وفاقي وزيرې ډاکټر شمشاد اختر وئيلي دي چې د “کلي” معيشت په اشاريو كښې بهترۍ سره د معيشت د بحالۍ عكاسي كېږي٬ د ??ېك?? نظام په مركزي چوكاټ كښې راولو٬ د ??ېك?? بنياد پراخه كولو لپاره به قانون سازي كولو نه علاوه اېف بي آر قوي كول وي، معيشت دستاويزي كول د وخت ضرورت دے٬ د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل له مخې ټول اړوند شراكت دار سره مشاورت او سپېځلتيا سره كار كوي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزيرانو مرتضيٰ سولنګي، محمد علي او نورو سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزېرې ووئيل ووئيل حكومت ته مسئلې په ورثه كښې ترلاسه دي خو مونږ د دې نه وېرېږو نه بلكې د دې چېلنجونو او ستونزو هواري لپاره هڅې كوٶ، مونږ هڅه كوٶ چې په خرڅونو قابو ومومو او محصولات زياتولو لپاره اقدامات وكړو دې سره په معيشت كښې بهتري راتللې شي۔ دې ووئيل د “کلي” معيشت اشاريو كښې بهتري راروانه ده صارفينو لپاره د بيعې حساس اشاريه په مئي كښې د 38 فيصده شرح څخه كمېدو سره 26.2 فيصده شوې ده٬ د د دې نه برېښي چې مونږ د ستونزو نه وځو او په بيعو كښې استحكام راروان دې٬ راتلونكي وخت كښې به نوره بهتري راشي۔ دې ووئيل مانيټري پاليسي کمېټۍ د سود شرح په ځائ ساتلے ده دې سره به هم بهتري راشي٬ د قرض اخستو لګښت به كم شي او صنعتونو ته به ريليف ترلاسه شي۔ د خزانې وزيرې ووئيل نړيوال ??و آسيائي پرمختيائي بېنكونو سره په بېلا بېلو منصوبې په فاسټ ټرېك بشپړتيا لپاره زمونږ خبرې اترې روانې دي، مونږ ته به نړيوال ??ېنك څخه بېلا بېلو منصوبو لپاره دوه اربه ډالره معاونت ترلاسه شي، دغسې اسيائي پرمختيائي بېنك رائز پروګرام په فاسټ ټرېك د بشپړولو سلا كړې ده۔ دې ووئيل د پاکستان د زرمبادله پانګې مستحكم دي٬ حكومت په اېكسچې??ج كمپنو كښې اصلاحات كړې دي او د قاچاق مخنيوي لپاره هم ګرد هېواد كښې اقدامات جاري دي دې سره د روپۍ په قدر كښې بهتري راغلے ده۔ دې ووئيل حكومت د بېنكنګ ذريعو څخه زرمبادله لېږلو لپاره اتيا اربه روپو كښې 20 اربه روپۍ نن جاري كړې شوې دي٬ اېکسپورټ اينډ امپورټ بېنك آپريشنلائز كوٶ٬ په كسټم ډيوټۍ كښې كمي راغلے ده او اېف بي آر د جاري مالي كال په مهال په دوه مياشت كښې د هدف نه زيات محصولات جمع كړې دي، زمونږ صنعتونو لپاره درآمدات ضروري دې دې لپاره په دې زيات ??ېك?? نشو لګولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل دا مهال چې د كرنسۍ قدر لپاره چې كوم اقدامات كوٶ په ھغې كښې اېكسچې??ج كمپنو لپاره ضابطه جاتي قواعد قوي كوٶ او دې سره د زرمبادله قاچاق او ذخيره اندوزۍ لاره نيولو لپاره د اقداماتو سلسله جاري ده ځكه چې يو هېواد كرنسۍ سره د لوبو اجازه نه وركولي٬ د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كونسل له مخې ټولو اړوند شراكتدارو سره مشاورت او سپېځلتيا سره كار كوٶ٬ زراعت او د آئي ټي پشمول بېلا بېلو څانګو ته پام كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د اتلسم بدلون له مخې وسائل صوبو ته منتقل شوې دي٬ د سندھ حكومت سره د وسائلو په تخصيص ??ښې زياتې نه دې شوې ٬ د آئي اېم اېف له مخې مونږ له په سركاري خرڅونو كښې سپېځلتيا ساتل دي٬ زمونږ بنيادي مقصد زيان كمول دي۔ ډاكټر شمشاد اختر ووئيل د ??ېك?? بنياد پراخه كولو لپاره به قانون سازي كولو نه علاوه اېف بي آر قوي كول وي، معيشت دستاويزي كول د وخت ضرورت دے٬ زمونږ دا طريقه كار دې چې كوم خلق ??ېك?? وركوي مونږ په دغه خلقو نور ??ېك?? لګوٶ٬ په دې لړ كښې نظام ډيجيټائزډ كول ډېر ضروري دي۔ په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفيسر عاصم کچھي هم موجود ٶ