اسلام آباد 05 اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ لنډ مهاله وفاقي وزير سميع سعيد وئېلي دي حكومت د سېلاب څخه ځپليو سيمو بحالۍ په پروژو عملدرآمد لپ??ره عزم لري۔ده دا خبره د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر سره د ملاقات په مهال كړی۔په دې موقع د منصوبه بندۍ وزارت سېكرټري اويس منظور سمر او د وزارت چارواكي هم موجود وو۔په ملاقات كښې د سېلاب 2022 څخه د تباهۍ نه پس د بحالۍ په پروژو د خيالاتو څرګندونه وكړی شوه۔د ورلډ بانك مرستې څخه د بحالۍ پروژې چې پكښې انفراسټركچر٬توان٬ماحوليات او نورو پروژو د خيالاتو څرګندونه وكړی شوه۔لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل حكومت سېلاب څخه ځپليو سيمو بحالۍ په پروژو عملدرآمد لپ??ره عزم لري۔د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر لنډ مهاله حكومت په خاص توګه د منصوبه بندۍ وزارت كار ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ده د پ??وژو زر نفاذ لپ??ره د منصوبه بندۍ وزارت كار وستائېلو او په سباؤن كښې نوره مرستې جاري ساتلو لپ??ره ئې عزم هم څرګند كړو۔