اسلام آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي معيشت ته په پېښو پخوانو چېلنجو قابو موندلو له ميثاق معيشت او د جمهوريت تسلسل ??ه اړتيا ده٬ معاشي استحكام لپاره به برآمدات زياتول او ټېكس نېټ پراخه كول وي٬ اېم ډی آئی اېم اېف سره ملاقات د ډاډ وړ پاتے شوے٬ رجسټرډ افغان كډوال نه ويستلے كېږي ٬ د سول ادارو د كار استعداد زياتولو سره په زړه پورې ګورننس ته وده وركړې كېدې شي۔ د ګل په ورځ د پي ټي وي اېنكرز او وي لاګرز سره مركه كښې وزيراعظم وو??يل نيويارك څخه د بېرته راتللو په مهال ری فیولنګ لپاره الوتكه فرانس كښې ايساره شوه٬ په سوشل ميډيا بې بنسټه خبرونه خپرولې شي٬ تعميري تنقيد ته هركلے وايؤ٬ د ډيجيټل ميډيا په دې دور كښې د تهمت عنصر زيات رامخې ته كېږي كوم څخه چې مونږ خپل مذهب په پېړيو وړاندې منع كړې يوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د منځني ختيز په اړه د پاكستان دريځ ښكا??ه دے۔ مونږ اسرائيل غاصب ري??ست او فلسطين مظلوم ګڼو۔ دا د ظالم او مظلوم جنګ دے۔ په نړيواله كچه د دوو ري??ستونو تصور حل تجويز كړے شوے كوم څخه چې اسرائيل انكار كوي چې ورسره په منځني ختيز كښې تاؤ تريخوالے زياتېږي۔ د يوې پوښتتنې په ځواب كښې ده وو??يل د نګران وزيراعظم په توګه ذمه وارۍ ترسره كولو څخه وروستو به زه خپل سياسي كردار ترسره كوم۔ ده وو??يل په خپله لنډه موده كښې مونږ غواړؤ چې داسې ماډل پرېږدو كوم چې راروان حكومتونه مخ په وړاندې روان اوساتي۔ ده وو??ېل مونږ د برېښنا په مد كښې 18 اربه روپۍ وصول كړي٬د ګرانۍ نبيادي سبب ناوړه او كمزورې حكمراني وي٬په تېر وخت كښې انتظامي چارو پلو پام نه ګرځولو س??ه د ګرانۍ٬ګرديشي قرضو او قاچاق په ډول مسئلې رامخې ته شوي ٬د ټول ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د ټاكنو كولو پريكړه به الېكشن كمېشن آف پاكستان كوي٬د ټاكنو د نيټې مېڼدېټ هم د الېكشن كمېشن س??ه دے٬مونږ په آئيني توګه د الېكشن كمېشن د مرستې پابند يو٬ده وو??يل معيشت ته پېښ چېلنجونه پخواني دي ٬ مونږ د دې حل كولو هڅې كوو۔ده وو??يل د پاكستان دوه صوبې ترهه ګرۍ سره زياتې مخ دي٬دا د ري??ست ذمه واري ده چې هغه د د ترهه ګرۍ نوغي اوباسي٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي كښې پاكستان په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړي او لوي زيان ئې پورته كړے۔ده وو??يل د آخري ترهه ګر تر ختمولو به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل مونږ خپل ټيكس نيټ پراخه او ټيكس ټو جي ډي پي زياتولو پلو روان يو٬كركيله٬وكيلان٬ډاكټران٬نجي روغتون او ريټائلزر په ټيكس نيټ كښې راوستل غواړو چې ورسره به زمونږ معاشي صورتحال پخپله ښه كېدل پیل شي۔ده وو??يل د هېواد يواځې لس خلق فيصده ټيكس وركوي٬د افغان كډوالو خپل هېواد ته د بېرته تللو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل مونږ رجسټرډ كډوال نه بې دخله كوو٬بلكې هغه كسان بېرته لېږو كوم چې په پاكستان كښې د اوسېدو كوم قانوني دستاوي نه لري۔ده وو??يل د نواز شريف په اړه به د قانون له مخې پريكړه كوو۔