اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په ټول هېواد كښې دوه نيم لكه څخه زيات جوماتونه د ماشومانو تعليم لپاره كارولې شي٬علماﺀ او آئمه كرام دې په مهم سماجي موضوعات ?? اسلامي تعليمات په اړه خلقو ته تعليم وركړي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې هغه په ټولنه او سماجي پر??خت?? كښې د منبر محرات كردار په اړه په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد٬د پنجاب او خېبرپښتونخوا د مذهبي چارو وزيران٬د څلورو واړو صوبو او آزاد كشمير مذهبي چارو محكمو سېكرټريز او د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري ګډون وكړو۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئېل د خلقو اخلاقي تربيت او ?? اسلامي ټولنې جوړولو كښې د منبر او محراب مهم كردار دے٬جوماتونه ځايې آبادۍ ته د تعليم وركولو د رابطې مهمه ذريعه ده۔ده ووئيل په ټول هېواد كښې د سكولونو نه بهر 27 ملين ماشومانو ته د تعليم وركولو لويې رامخې ته چیلنج دے٬ 24 ملين د سكولونو څخه بهر ماشومانو تعليم لپاره په زرګونو سكولونو ته ضرورت دے ٬ ده ووئېل په ټول هېواد كښې د 2.5 لكه څخه زيات جوماتونه د ل??ستې شرح زياتولو لپاره كارولې كېدې شي٬د سهار او ماسپښين په مينځ كښې په جوماتونو كښې ماشومانو ته مذهبي تعليم٬جديد هنر او تعليم وركړے كېدے شي٬ ده ووئېل جوماتونه ?? اسلامي اخلاقي اقدارو وده٬د خلقو تعليم او تربيت كښې مهم كردار ادا كولې شي۔په غونډه كښې ګډون كوونكو په مهم قامي او سماجي موضوعات په تعليم وركولو كښې د علماﺀ كردار په اړه تجاويز هم وركړل