اسلام آباد 16اکتوبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د چينائي صدر شي جن پنګ په بلنه د اسلام آباد څخه بيجنګ ته لاړو۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د خپلې چين دورې په مهال د اكتوبر په 17مه او 18م?? نېټه كېدونكې درېم بليټ اينډ روډ نړيوالې مرسته كښې كډون كوي۔بيلټ اينډ روډ فورم كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره وزيراعظم به د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ٬(سي پیك)له مخې تېرو لسو كلونو كښې د شوو پرمختيائي كاميابو سره سره د سباؤن اهداف او په دې مركزي پروژه د پاكستان د مرستې پخلے كوي۔وزيراعظم به د بي آر اېف پرانستې دستوره كښې د ګډون نه علاوه د اكتوبر په 18م?? نېټه”اوپن نړيوال معيشت كښې رابطه”په موضوع راجوړ شوي د اعلٰی كچ فورم ته خطاب كوي۔د وزيراعظم په ??ين كښې د چين صدر شي جن پنګ سره دوه اړخيزه ملاقات سره سره د اعلٰی چينائي مشرتابه او فورم كښې ګډون او نورو هېوادونو مشرانو سره هم ملاقات كوي۔نګران وزيراعظم به په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه ك??رۍ ودې لپاره په ??ين كښې كاروباري شخصيات او سرمايه ك??رو سره هم ملاقاتونه كوي۔د سنكيانګ او پاكستان اولس ترمينځه اړيكې او د كاروبار او سرمايه ك??رۍ ودې لپاره وزيراعظم به د اورمچي دوره كوي چرته به چې وزيراعظم ځايې مشرانو او كاروباري شخصيات سره هم ملاقاتونه كوي۔