اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) پاکست??ن وئيلي دي په مېنځني ختيز كښې تل پاتې امن د دوه رياستي حل ا?? د كال 1967 څخه په وړاندې پولو اډانه يو محفوظ٬ د ع??ل وړ٬ متصل ا?? خپلواكه فلسطيني رياست جوړېدو سره ممكن دے٬ چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل فلسطين كښې د اسرائيل قابضو ځواكونو لخوا نافذ كړي اقدامات د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو او په مقبوضه سيمه كښې آبادياتي نوعيت بدلول بيخي غېر قانوني هلې ځلې دي۔ وياندې ووئيل د فلسطين ا??لس غوندې د جمو و كشمير ا??لس هم د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد ته سترګې په لاره دے۔ دې ووئيل (نن) به د سوئيلي آسياء په تاريخ كښې د يوې تورې ورځ 76 كاله بشپړ شي ٬ د هند ځواكونو په 27م اكتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير خپل غاصبانه تسلط قائم كړے ؤ ، دغسې د كشمير ا??لس لپاره دا يو تاريك باب ګرځېدلے۔ دې ووئيل كشميريانو پخپله خاوره غېر قانوني قبضه كله هم نه ده قبوله كړې او نه به د هند لخوا دوي د طاقت په كارولو دوي غلې شي او نه به دوي پخپله خاوره په يو بې واكه اقليت د بدلولو منظم كمپائن قبول كړي۔ وياندې ووئيل پاكستان به د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي مرسته تر ھغه وخته جاري ساتي تر څو چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه نه كړے شي