بشکېك 26 اکتوبر (اے پي پي) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي د تل پاتې امن او س??امتيا نه غېر د پائيدار اقتصادي پرمختګ ضمانت نشي وركړے كېدے٬ په افغانستان كښې استحكام باوري كول په منطقه كښې امن او د استحكام تحفظ لپاره ضروري دے٬ پاکستان د “شنګھائي سپرټ” عزم لري چې مقصد ئې مشترکه خوشحالۍ او پرمختګ لپاره شريك باور او احترام دے٬ شنګھائي سپرټ جغرافيائي، سياسي او جيو اکنامك مېدان??نو كښې د لويو بدلون??نو له مخې زمونږ اجتماعي هلو ځلو ته وده وركوي۔ د دې خيالاتو څرګن??ون?? ده د زيارت په ورځ د کرغزستان په پايه تخت بشکېك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د حکومت د مشرانو كونسل غونډې ته د وېنا په مهال كړې ۔ ده ووئيل اېس سي او د نړيوالې ابادې د 40 فيصده نه د زيات اجتماع غږ او هيلو نمائندګي كوي، د دې نتظيم د مشرانو په توګه دا زمونږ بنيادي ذمه واري ده چې مونږ د خپل اولس د تل پاتې امن، سلامتيا او د اقتصادي پرمختګ خواهشات ترسره كړو٬ ده ووئېل د پاكستان په مشرۍ كښې به د كونسل مهمو او عملي څانګو كښې مرستې ته وده وركول زمونږ وړومبۍ ترجيح وي چې پكښې کنيکټيويټي او د ټرانسپورټ روابط زياتول، ځوانان واكمن كول، د اعليٰ سيمه ايز صلاحيت وړ مهمو څانګو كښې كركېله، کان کني، معدنيات، توان او په انفارميشن ټيکنالوجۍ كښې سرمايه كاري كول شامل دي، پاكستان به دې سره سره د تعليم او غربت خاتمې په څانګو كښې هم مرسته قوي كوي۔ خارجه وزير ووئيل موسمياتي بدلون څخه رامخې ته تباهي د انسانيت بقاﺀ په خطر كښې اچوي كوم چې نړيوال غبرګون لپاره د نړۍ د يووالي مطالبه كوي، پاکستان تل پاتې او فطرتي مثبت نړۍ لپاره د كار كولو عزم لري كومې له چې مونږ د راتلونكي كول قرضه وړې يو، ده ووئېل اېس سي او د ټولو مهمو س??مه ايزو نتظيم??نو له د هنګامي حالاتو مخنيوي لپاره د ګڼ اړخيزه مرستې عملبردار جوړېدو جوګه او مناسب دے۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو س??مه ايزو صلاحيت??نو ادراك كولو لپاره د ټولو غړٶ هوېا??ون?? فعاله او مثبت ګډون ته سترګې په لار دے۔ خارجه وزير د مشتركه چېلنج??نو مخنيوي او د اېس سي او په منطقه كښې امن، خوشحالي، استحکام او د رابطې هدفونه او د دغې نه وړاندې تګ لپاره شنګھائي سپرټ له د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ او عزم پخلے وكړو