اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په هېواد كښې د ذهني صحت زياتو شويو مسئلو مخنيوي لپاره په جامع لائحه زور رواړولو سر?? وئيلي دي پاکستان كښې په ذهني صحت فشار قابو كولو لپاره به په اجتماعي كچه اقدامات كول وي٬ ټول شراكتدار او اړوند وزارتونه٬ وزيراعظم آفس٬ اېن جي اوز او تنظيمونه دې كوټلې نقطه نظر خپل كړي٬ ذهني صحت مهمه مسئله ده٬ ټولو اړوندو ډلو له به په كوټلې ډول كار كول وي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د ذهني صحت پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په غونډه كښې د وزيرِاعظم آفس تزويراتي اصلاحات يونټ چيئرمېن حسېن اسلام پشمول په ذهني صحت كار كوٶنكې بېلا بېلو نتظيمونو نمائندګانو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو ۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وو??يل د هېواد نزدې 24 فيصده آبادي د ذهني صحت بېلا بېلو مسئلو سر?? مخ ده ٬ د كالج او پوهنتون 60 فيصده زده كوٶنكي ذهني فشار سر?? مخ دي٬ په دې صورتحال حكومت٬ د صحت پوهان٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونو او ميډيا له پام كولو ته اړتيا ده۔ ده وو??يل په هېواد كښې د ذهني صحت پوهانو شمېره زياتولو ته اړتيا ده، د سباون حكومتونو له دا ډول اقدامات جاري ساتل پكار دي۔ په دې موقع صدر مملکت د يوې نړيوالې اېن جي او او د پاکستان د نجي ميډيا ګروپ ترمېنځه د ذهني صحت مسئلو پحقله شعور بېدارولو لپاره د تفاهم په يادښت د لاسليك ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې د ذهني صحت پحقله مرسته او خبرتيا لپاره جوړ كړي”همراز اېپ” ته لا وده وركولو لپاره د كمې??ۍ په اړه هم خبرې وشوې۔ په دې موقع حسېن اسلام د وزيراعظم آفس اقدام “هم??از” په اړه غونډې ته د بريفنګ په مهال وو??يل د ذهني مسئلو متاثره كسانو مرستې لپاره اېپ كار كوي او ضروري خدمات او مشارت وركوي۔