لاهور 24 جنوری (اے پی پی)د اطلاعات٬خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د تهيليسيميا رنځ مخ نيوي لپاره په غوره خذمات منو بهائي(ارواښاد)ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي منو به??ئي ټول ژوند د تهيليسيميا رنځورانو لپاره وقف كړے ؤ ٬د سندس فاؤنډېشن په بنياد ا??ښودلو منو به??ئي يو مثال جوړ كړے٬ د تھیلیسیمیا مخ نيوي لپاره به قوانين ښه كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سندس فاؤنډېشن تر سيوري لاندې د منو به??ئي 6مې برسۍ دستورې ته وينا كولو په مهال كړې۔په دې موقع د سندس فاؤنډېشن ډائرېكټر خالد عباس ډار٬صدر ياسين خان٬سهيل وړائچ٬حفيظ الله خان نيازي٬مجيب الرحمان شامي٬ صغری صدف او نور هم موجود وو۔د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير ووئيل د منو به??ئي په پي ټي وي چلېدونكے د روانو چارو پروګرام په اولس كښې مقبوليت لرلو٬په دې پروګرام كښې منو به??ئي د يو تجربه كار خذمات ترسره كړي٬اولس تراوسه د هغه پروګرام ګوري۔ده ووئيل منو به??ئي يو ښه او مخلص انسان ؤ ٬هغه خپل ژوند د تهيليسيميا م??شو??انو علاج لپاره وقف كړے ؤ ٬سندس فاؤنډېشن كښې د تهيليسيميا م??شو??انو علاج لپاره چې كوم كار كېږي هغه د ستائنې وړ دے ۔وفاقي وزير ووئيل د تهيليسيميا مخ نيوي لپاره به احتياطي تدابير خپلول وي۔په دې اړه قوانين لا ښه كول او په دې به عملدرآمد كول وي۔مرتضٰی سولنګي ووئيل مونږ نن منو به??ئي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو او دې عهد لپاره رايوځاے شوي يو چې منو به??ئي د انساني خذمت كوم بېرغ په خپلو لاسونو كښې پورته كړے ؤ دا دغسې هسك ساتل دي۔ده ووئيل مونو به??ئي كالم نګارۍ سره سره شاعرۍ هم كوله٬د هغه مورنۍ ژبه پنجابي كښې شاعري لازواله ده٬په دستوره كښې نورو ګډون كوونكو هم منو به??ئي ته پیرزوينې وړاندې كړې۔د دستورې په پاې كښې پ??ر ضياالحق نقشبندي د ارواښاد لپاره اجتماع?? دعا وكړه۔د دې نه وروستو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د سندس فاؤنډېشن ليب دوره وكړه او د تهيليسيميا م??شو??انو رنځورانو له يې ډالۍ وركړې۔