اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د فلسطین سفیر له باور وركړے چې پاکستان به په هر نړيوال فورم د فلسطین اولس لپاره غږ پورته كوي،??زه اولس لپاره د مرستې يو بل كېپ به د آخ??ر نه پس لېږلے شي۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بیان له مخې د زيارت په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره په پاکستان كښې د فلسطین سفیر احمد جواد اے اے ربی ملاقات کولو ۔په دې موقع خارجه وزير اسحاق ډار، د وزیر اعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سیکرټری هم موجود ؤ۔وزیراعظم د فلسطین صدر ډاکټر محمود عباس د اړخه په دويم ځل د وزیراعظم په چوكۍ سنبھالولو د مباركۍ په پیغام د هغه مننه وكړه۔ده ووئيل پاکستان د فلسطین سره تاریخی او نزدې د ورورولۍ اړيكې لري او پاکستان پرله پسې د فلسطین مسئلې د ملګرو ملتونو او د او آئی سي پشمول په ټولو نړيوال فورمز مرسته ??ار?? ساتلې۔وزیر اعظم د 7 اکتوبر 2023 راهسې ??زه كښې د اسرائیل بربریت غندنه كولو سره ووئيل چې مېړنو او معصومه فلسطینیانو په ضد دې د اسرائیلی بربریت په سمدستي توګه بند كړے شي۔ده د 17 زره ماشومانو پشمول د 32 زره فلسطینیانو په مړينه د د غم دړد څرګندونه وكړه او د اسرائیل سیکیورټی فورسز ظالمانه کارروائیو په نتيجه كښې د 70 زره ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ده د فلسطین سفیر له باور وركړو چې پاکستان به په هر نړيوال فورم د فلسطین اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره غږ پورته كوي۔پاکستان د ??زه اولس لپاره د امدادي سامان 7 كېپ لېږلے دغسې يو بل كېپ به د آخ??ر نه پس لېږلې شي۔د فلسطین سفیر د وزیراعظم او پاکستان اولس د اړخه د فلسطین په مرسته كولو مننه وكړه ۔ ده ووئيل په دې مشکل وخت كښې په دې مرسته به د فلسطینیانو حوصله زياته شي