اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) په پاكستان ٬ سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات ٬ آستريليا او ملائيشيا كښې وړوكے اختر د اپرېل په 10 مه نيټه د ش??رؤ په ورځ او بنګله ديش او هند كښې په 11 مه نيټه د زيارت په ورځ ولمانځلے شو۔ د سعودی عربستان په شمول په نورو خليجي هېوادونو كښې د ش??ال المكرم مياشت د ګل په ورځ په نظر د نه راتللو څخه وروستو سعودي چارواكو اعلان كړے وو چې د ش??رؤ په ورځ به د وړوكي اختر اولنۍ ورځ لمانځلې شي۔ د نهې په ورځ د پاكستان رويت هلال كمېټۍ د هېواد بېلو برخو څخه د مياشت ليدلو شهادتونه له ترلاسه كولو وروستو د اپرېل په لسمه نېټه د ش??رؤ په ورځ د اختر لمانځلو اعلان وكړو۔ ?? مرکزی رویت هلال کمېټۍ مشر مفتی عبدالخبیر آزاد د خبري كنفرنس په مهال ووئيل چې د پاكستان په زياتره سيمو كښې مطلع صفا پاتې شوه ٬ بېلو ځايونو څخه د مياشت ليدلو شهادتونه ترلاسه شوي په كومو كښې چې کراچۍ، دیر، فیصل آباد، سکردو او نورې سيمې شامل دي او له دې كبله په متفقه توګه پرېكړه شوې ده چې د اپرېل په 10 مه نېټه چې د ش??ال اولنۍ ده به په ګرد هېواد كښې وړوكے اختر لمانځلے شي۔ دا خبره دې ياده وي چې په عمومي توګه د پاكستان په شمول آسيائي هېوادونه سعودي عربستان څخه يوه ورځ وروستو اختر لماځي٬ خو دا ځل د ش??ادتونو ترلاسه كېدو څخه وروستو په پاكستان كښې هم د ش??رؤ په ورځ اختر ولمانځلے شو۔ ??لخوا په بنګله دېش او هند كښې وړوكے اختر د زيارت په ورځ ولمانځلے شو۔