اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه ??زيرانو كونسل 17م غېر معمولي كنفرنس د پاكستان په كوربتوب كښې د اسلام آباد په پارلمان كښې پېل شوې چې پكښې به د افغانستان په وضعه غور كولې شي۔ د خارجه ??زيرانو د كنفر??س مشري د پاكستان خارجه ??زير مخدوم شاه محمود قرېشي كوي۔ په كنفرنس كښې وزيراعظم عمران خان٬ د او آئي سي عمومي سېكتر، د غړو هېوادونو خارجه ??زيران٬ استازي او د مبصرينو نه علاوه د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو تنظيمونو٬ نړيواله مالياتي اداره٬ پي فائيو٬ اروپائي ائتلاف او د نورو ادارو نمائندګان هم ګډون كوي۔ د کنفرنس تابيا د پاکستان د ھغه سټرو برخه ده د كومې مقصد چې د افغانستان د موجوده صورتحال پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي دغسې چې هلته د هر ډول انساني بحران لاره ونيولې شي۔ د او آئي سي د خارجه ??زيرانو په اسلام آباد كښې د كېدونكې كنفرنس بنيادي مقصد د اسلامي نړۍ لخوا افغانستان اولس سره د يوالي څرګندونه او په انساني بنيادونو د افغانستان د مرستې لپاره كوټلې اقدامات كول دي٬ په پراخه تناظر كښې د دې كنفرنس تابيا دې مقصد لپاره شوې ده دغسې چې نړۍ ته باور وركړې شي چې د افغانستان اوسنۍ وضعه به يواځې يوه انساني الميه رامخې ته نه كړي بلكې د دې په نتيجه ??ښې به په منطقه كښې او د منطقې نه بهر هم امن او سلامتيا لپاره سنګين خطرې رامخې ته شي