اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزيرم مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې ??اك??تان ټول عمري د افغان اولس مرسته كوؤنكو هېوادونو په فهرست كښې تر ټولو لومړې پاتې شوې دې او د 40 لکه افغان كډواله كوربتوب ئې كړې دې ، دافغان اولس به په انساني بنيادونو مرسته كول وي۔ په وفاقي پلازمينه كښې د اسلامي مرستې تنظيم غېر معمولي غونډې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل 41 كاله پسې د او آئي سي مهمه غونډه په ??اك??تان كښې كیږي۔ هغه ووئيل د دې نه به دا پېغام نړۍ ته لاړ شي چې ??اك??تان به تلپاتي او مستحكم افغانستان لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ وزير مملكت ووئيل د افغانستان د ودانۍ زياتره برخه دا مهال لوږې او بې وزلۍ س??ه مخ ده او په دې اړه رپورټس هم موجود دي۔ هغه ووئي?? ننې غونډه ډېره زياته مهمه ده۔ وزیر مملکت فرخ حبیب ووئيل د امريكا دننه څخه هم د افغانستان په اړه آوازونه پورته كېږي۔ هغه ووئيل مونږ افغان اولس بې آسرې پرېښودلې نه شؤ او په انساني بنيادونو به د افغان اولس مرسته كول وي۔