اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غوندې په موقع د اردن خپل همڅنګ ايمن صف??دي سره ليدلې دي۔ د اردن خارجه وزير د اردن د شاه د اړخه پاكستاني قام له د مينې او خيرسګالۍ پيغام ورورسولو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان او اردن خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې شريك كلتور او تاريخي اقدارو سره تړلې شوې۔خارجه وزير د پاكستان او اردن ترمينځه ښه پاليسي كوآرډيني??ن او دوه اړخيزه رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان اردن شريك وزارتي كمې??ن او دواړه هېوادونو خارجه وزارت ترمينځه زر تر زره د خبرو اترو كولو په انتظار يو۔پاكستان او اردن ترمينځه دوه اړڅيزه تجارتي حجم زياتولو لپاره شريكو هڅو كارولو ته اړتيا ده۔ خارجه وزير د اردن خپل همڅنګ پام په اردن كښې مېشته ??اكستاني كميونټۍ ته ??ېښو مسئلو پلو راوګرځولو۔ د اردن خارجه وزير ايمن صف??دي په زړه ??ور?? ميلمستيا كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي مننه وكړه او هغه له ئې د اردن دورې كولو بلنه وركړه۔